سرپل ولایت کښې هم د نوروز په مېلو بندیز ولګیده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88699-سرپل_ولایت_کښې_هم_د_نوروز_په_مېلو_بندیز_ولګیده
د افغانستان په سرپل ولایت کې په وزلوبې، غېږې نیونې، سنتي لوبو او د نوروز په مېلو بندیز ولګول شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 17, 2020 11:31 Asia/Kabul
  • سرپل ولایت کښې هم د نوروز په مېلو بندیز ولګیده

د افغانستان په سرپل ولایت کې په وزلوبې، غېږې نیونې، سنتي لوبو او د نوروز په مېلو بندیز ولګول شو.

د سرپل سیمه‌ییز چارواکي وايي، دا اقدام‌یې د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په هدف کړی دی.

د سرپل والي عبدالقادر اشنا نن وویل چې د دولتي بنسټونو له مسؤلینو، دیني عالمانو، سپین ږیرو او مدني فعالانو سره په دې اړه هوکړې ته رسېدلی چې خلک به په غونډو کې له ګډونه ډده کوي.

په سرپل ولایت کې هر کال د نوروز په ورځ د امام یحیی بن زید جنډه په ځانګړو مراسمو سره پورته کېږي.

دا په داسې حال کښې دي چې له نیکه مرغه په سرپل ولایت کې تر اوسه د کرونا وایرس هېڅ مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې.