د اشرف غنی او عبدا... ترمینځ دروغې جوړې هڅې روانې دي
ډيری کارپوهان او شناندي وائي د دواړو سیاستوالانو ترمینځ رامینځة شوي ترینګلتیا هم د همدغه امریکائی چارواکو له خوا ده او دوي نه غواړي په افغانستان کې یو خپلواکه او پياوړی حکومت وي او دخپل هیواد چارې پخپلې خوښې پرمخ بوځي .
زمونږ خبریال دخبرو سرچینو لهق وله راپورراکړ په داسې حال کې چې د افغانستان د نوي ولسمشر اشرف غني د لوړې د دستورو لس ورځې تیریږي ،خو بیان هم د عبدا... عبدا... له خوا د ولسمشرۍ له اعلانه وروسته ددواړو ترمینځ ځینۍ کړۍ د روغې جوړې هڅو ته دوام ورکوي او وئيل کیږي ، چې که د دوي ترمینځ روغه جوړه ونشي ،نو ښائي ورانکار دریمګړی په خړو اوبو کې د کبانو ښکار وکړي .
د افغانستان یوه پخواني لوړپوړي چارواکي او سیاستوال فضل احمد معنوي پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، که څه هم د اشرف غني او عبدا..عبدا.... ترمینځ نیغ په نیغه له لوړې وروسته لیده کاته نه دي شوي ،خوټاکل شوې ده د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی د زلمي خلیلزاد ډير زر کابل ته راشي او د دواړو ترمینځ هڅه وکړي څو څو یو بل سره تفاهم ته ورسوي.
خو ډيری کارپوهان او شناندي وائي د دواړو سیاستوالانو ترمینځ رامینځة شوي ترینګلتیا هم د همدغه امریکائی چارواکو له خوا ده او دوي نه غواړي په افغانستان کې یو خپلواکه او پياوړی حکومت وي او دخپل هیواد چارې پخپلې خوښې پرمخ بوځي .
وئيل کیږي ځيني افغان زړه سواندي شخصیتونه هم هڅه کوي څو روان سیاسیي بحران حل کړي . له دې سره په یووخت په افغانستان کې د ناټو د استازولۍ له لورې هم د دواړو لورو ترمینځ د جوړجاړي وړاندیز شوی دی .