په لغمان کښې يو شمېر داعشیان امنيتي ځواکونو ته تسليم شول
د لغمان لپاره د داعش ډلی له لورې نومول شوے والي له خپلو دیرشو تنو وسله والو سره امنیتي ځواکونو ته تسلیم شو.
له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د لغمان والي محمد اصف ننګ د دغه ولایت د ملی امنیت له رئيس جنرال غلام حیدر رحمانزوے سره په ګډه خبري ناسته کې وویل دلغمان لپاره د داعش ترهه ګرې ډلی له لورې ټاکل شوے والي ملا فیروز چې اصلا د لغمان ولایت استوګن دے او پخوا یی په کونړ ولایت کې د حکومت پر خلاف عمليات تر سره کول وروسته له هغې چې په هغه ولایت کی د داعش ډلی مرکزونه د افغان امنیتی ځواکونو له لورې تر زمکنیو او هوایی بریدونو لاندې راغلل دغو وسله وال وړاندی تر دی چې په لغمان ولایت کی د دولت خلاف عمليات تر سره کړي امنیتی ځواکونو ته تسلیم شول.
دلغمان والي وویل تسلیم شویو کسانو خپلی وسلې هم امنیتی ځواکونو ته وسپارلې.امنیتی ځواکونو ته تسلیم شوي دداعش والي ملا فیروز وویل کله چې مونږ پوه شوو چې داعش د بل چا لپاره جګړه کوي.نو له مخالفت نه یی لاس واخیست او تر دې وروسته به له خپلو خلقو سره وي د لغمان ولایتی چارواکي دا نه مني چې ګواکې داعش ترهه ګره ډله دې په دی ولایت کې فعالیت ولري خو ویل کیږي چې یاده ډله د لغمان ولایت ددولت شاه په غرنۍ ولسوالۍ کې مرکزونه لري