اشرف غني او عبدالله د طالبانو بریدونه وغندل
(last modified Sun, 22 Mar 2020 09:02:17 GMT )
Mar 22, 2020 13:32 Asia/Kabul
  • اشرف غني او عبدالله د طالبانو بریدونه وغندل

ایرنا خبري اژانس وايي محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله چې ځانونه د افغانستان ولسمشران ګڼي په کاپیسا او زابل ولایتونو کښې په پولیسو او پوځیانو د طالبانو پرونۍ حملې وغندلې .

اشرف غني وویل په داسې حال کښې چې په افغانستان کښې د کورونا وایروس خپریدل دوام لري او له بلې خوا خلک د دائمي سولې او د ثبات د تامینیدا په هدف نوي کال ته هیله من وو طالبانو ډلې یوشمیر پولیس او  پوځیان ووژل .

اشرف غني د طالبانو دغه بریدونه  څاروي ډوله  او ترهګر وبلل  او زیاته یې کړه دا ډول حملې نه یوازې  په افغانستان کښې د سولې فرصت له خطر سره مخ کوي بلکې له دغه ډلې څخه د خلکو نفرت  له مخکې څخه نور هم  پسې زیاتوي .

عبدالله عبدالله هم په فیسبوک اینټرنیټ پاڼې کښې په کاپیسا ولایت کښې د افغانستان په پوځيانو او پولیسو د طالبانوډلې ترهګره حمله د نه بښلووړ جنایت وباله .

هغه وویل طالبانو ډلې له امریکا سره د سولې په موافقې کښې د خبرواترو له لارې د نښتو او دتاوتریخوالي د کمولو ژمنه کړي وه خو په دغه موافقې یې عمل ونکړ .

عبدالله عبدالله وویل دا ډول حملو د امریکا او د طالبانو ترمینځ بې اعتمادۍ پیاوړي کړي ده چې  مخ ته پرتې بین الافغاني خبرې اترې  تر اغیز لاندې ورولي .

 

ټیګونه