افغانستان کښې په کُرونا د ککړو کسانو شمیر زیات شو
Mar 24, 2020 01:45 Asia/Kabul
په افغانستان کښې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمیر تر پرونه ۴۲ کسانو ته رسیدلی دی.
آوا خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز پرون وویل: په سمنګان او لوګر ولایتونو کښې په دوو نورو کسانو کښې د کرونا د شتون په تاییدیدو سره په افغانستان کښې په دغه وایرس د ککړو کسانو شمیر ۴۲ تنو ته زیات شوی دی.
هغه د افغانستان له خلکو وغوښتل چې له هر ډول تجمع او ګڼه ګوڼې ډډه وکړي او په خپلو کورونو کښې پاتې شي.
افغانستان کښې د یکشنبې په ورځ د کرونا له امله وړومبنی کس مړ شوی دی.
د افغانستان حکومت له دې مخکښې د کرونا وایرس د خپریدو د مخنیوي لپاره ټولې تحصیلي ادارې چُټي کړي او هم داشان یې د نوروز د جشن نمانځل او د ودونو پروګرامونه او سپورټي سیالۍ یې بندې کړې وې.
ټیګونه