د افغانستان ولسمشر دوه نور کسان معرفي کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89071-د_افغانستان_ولسمشر_دوه_نور_کسان_معرفي_کړل
اوا خبري اژانس راپور ورکړ د افغانستان ولسمشر اشرف غني په یوه (۱) حکم کښې طاهر زهیر د اطلاعاتو او د کلتور د وزیر په توګه پارلمان ته معرفي کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2020 00:18 Asia/Kabul
  • د افغانستان ولسمشر دوه نور کسان معرفي کړل

اوا خبري اژانس راپور ورکړ د افغانستان ولسمشر اشرف غني په یوه (۱) حکم کښې طاهر زهیر د اطلاعاتو او د کلتور د وزیر په توګه پارلمان ته معرفي کړ .

طاهر زهیر له دې وړاندې د افغانستان د بامیانو د والي ، په ملي پارلمان کښې د سمنګان د خلکو د استازي او په دغه ولایت کښې د پوځ د لوړرتبه قومندان په توګه فعالیت کاوه .

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په یوه(۱) بل حکم کښې سید عبدالواحید قتالي د هرات د نوي والي په توګه انتخاب کړ .

قتالي له دې مخکې د افغانستان د هرات د ولایتي شورا په توګه فعالیت کاوه .

د اشرف غني لخوا دغو دوو (۲) کسانو انتخابیدل په داسې حال کښې دي چې تراوسه د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو په هکله د کابل د حکومت او د پخواني  اجرايي مشر عبدالله عبدالله ترمینځ سیاسې کړکیچ نه دی حل شوی او سیاسي شخړه  هماغه راز دوام لري .