زلمي خلیلزاد او ملا برادر په قطر کې سره ولیدل
Apr 14, 2020 09:17 Asia/Kabul
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی، د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د خبرو لپاره د قطر مرکز دوحې ته تللی دی.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېره شپه په ټویټر کې لیکلي، پرونۍ کتنه د قطر د بهرنیو چارو د وزیر او د صدراعظم د مرستیال په کوربهتوب وشوه.
د شاهین په خبره په دې کتنه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم حاضر و.
د طالبانو ویاند زیاتوي چې په دې کتنه کې د موافقې د بشپړ تطبیق ترڅنګ له دې موافقې د سرغړونو پر موضوع، د بندیانو د خوشې کېدو پر ځنډ او حللارو خبرې وشوې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، زلمی خلیلزاد به له طالبانو سره په هغو ننګونو خبرې وکړي چې د امریکا او دې ډلې ترمنځ د لاسلیک شوي تړون په وړاندې موجودې دي.
ټیګونه