په افغانستان او پاکستان کې په کروناککړکسان نورهم زیات شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89392-په_افغانستان_او_پاکستان_کې_په_کروناککړکسان_نورهم_زیات_شوي_دي
په تیرو شواروز نور یولس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د ټولو قربانیانو شمیر یوسل پنځه دیرشو کسانو ته رسیدلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 17, 2020 10:00 Asia/Kabul
  • په افغانستان او پاکستان کې په کروناککړکسان نورهم زیات شوي دي

په تیرو شواروز نور یولس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د ټولو قربانیانو شمیر یوسل پنځه دیرشو کسانو ته رسیدلی دی .

زمونږخبریال راپورراکړ د افغانستان د روغتیائي چارو وزارت نن دیوې اعلاميې په خپرولو سره وئيلي دي،په تیر شواروز کې د افغانستان په کابل اوکندهارولایتونو کې په کرونا ککړ شپږ شپیته کسان پیژندل شوي   چې  په دغې شمیرنې سره په افغانستان کې د ټولو ککړو کسانو شمیر  نهه سوه شپږو تنو ته رسیدلی دی .

د افغانستان د روغتیائي چارو زوارت ویندوي  وحید ا...مایار هم وئيلی دي،په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کرونا ککړ پنځه څلویښت کسان په درملنې پسې ښه شوي هم دي او د ښو شوو ټولوکسانو شمیرنهه نوي تنو ته رسیدلی او د قربانیانو شمیر هم دیرش تنه  ښودل شوی دی .

 همدرااز د پاکستان د روغتیائي چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دغه هیواد کې په کرونا و ککړو کسانو د شمیر د زیاتیدا خبر ورکړی او وئيلي ئې دي، په تیرو دولسو ساعتونو کې په کرونا نورڅلور سوه اوه نوي کسان ککړ پيژندل شوي دي چې په دې ډول په پاکستان کې د ککړو کسانو شمیر اوه زره دوه سوه یو شپیت تنو ته زیات شوی دی .

 په دغې اعلامیې کې  وئيل شوي دي  په تیرو شواروز نوردیارلسو  کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی  او د ټولو قربانیانو شمیر یوسل  اوه دیرشو کسانو ته رسیدلی دی .