په افغانستان او پاکستان کې په کروناککړکسان نورهم زیات شوي دي
په تیرو شواروز نور یولس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د ټولو قربانیانو شمیر یوسل پنځه دیرشو کسانو ته رسیدلی دی .
زمونږخبریال راپورراکړ د افغانستان د روغتیائي چارو وزارت نن دیوې اعلاميې په خپرولو سره وئيلي دي،په تیر شواروز کې د افغانستان په کابل اوکندهارولایتونو کې په کرونا ککړ شپږ شپیته کسان پیژندل شوي چې په دغې شمیرنې سره په افغانستان کې د ټولو ککړو کسانو شمیر نهه سوه شپږو تنو ته رسیدلی دی .
د افغانستان د روغتیائي چارو زوارت ویندوي وحید ا...مایار هم وئيلی دي،په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کرونا ککړ پنځه څلویښت کسان په درملنې پسې ښه شوي هم دي او د ښو شوو ټولوکسانو شمیرنهه نوي تنو ته رسیدلی او د قربانیانو شمیر هم دیرش تنه ښودل شوی دی .
همدرااز د پاکستان د روغتیائي چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دغه هیواد کې په کرونا و ککړو کسانو د شمیر د زیاتیدا خبر ورکړی او وئيلي ئې دي، په تیرو دولسو ساعتونو کې په کرونا نورڅلور سوه اوه نوي کسان ککړ پيژندل شوي دي چې په دې ډول په پاکستان کې د ککړو کسانو شمیر اوه زره دوه سوه یو شپیت تنو ته زیات شوی دی .
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي په تیرو شواروز نوردیارلسو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د ټولو قربانیانو شمیر یوسل اوه دیرشو کسانو ته رسیدلی دی .