د خوست والي له یو مرګوني بریده روغ رمټ ووت
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89474-د_خوست_والي_له_یو_مرګوني_بریده_روغ_رمټ_ووت
د افغانستان د خوست چارواکو له مرګوني بريده د دغه ولايت د والي له روغ رمټ وتلو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2020 08:36 Asia/Kabul
  • د خوست والي له یو مرګوني بریده روغ رمټ ووت

د افغانستان د خوست چارواکو له مرګوني بريده د دغه ولايت د والي له روغ رمټ وتلو خبر ورکړ.

د افغانستان د خوست د والي ویاند طالب منګل وائي چاودنه دخوست ښار په لویدیزه څنډه کښې هغه مهال وشوه چې د والي د موټرو کاروان له سیمی نه د تیریدو په حال کښې ؤ نوموړي وویل په دې چاودنه کښې والی محمد حلیم فدائي ته زیان نه دے رسیدلی خو دوه ساتونکي يې او شپږ عامه وګړي ژوبل شوي دي.

 طالب منګل وویل زخميان د درملنې لپاره د خوست روغتون ته وړل شوي دي.  بل پلو ته عیني شاهدانو ویلی چې له دې چاودنې وروسته د خوست ښار د سبزي منډۍ په سیمه کښې د ملی اردو ځواکونو په رېنجر موټر هم چاودنه شوې خو د سرتاوانونو په اړه یې معلومات نه دي خپاره شوي تر اوسه د دغې چاودنې ذمه واري د حکومت کومي مخالفی ډلې په غاړه نده اخیستې.