د خوست والي له یو مرګوني بریده روغ رمټ ووت
Apr 21, 2020 08:36 Asia/Kabul
د افغانستان د خوست چارواکو له مرګوني بريده د دغه ولايت د والي له روغ رمټ وتلو خبر ورکړ.
د افغانستان د خوست د والي ویاند طالب منګل وائي چاودنه دخوست ښار په لویدیزه څنډه کښې هغه مهال وشوه چې د والي د موټرو کاروان له سیمی نه د تیریدو په حال کښې ؤ نوموړي وویل په دې چاودنه کښې والی محمد حلیم فدائي ته زیان نه دے رسیدلی خو دوه ساتونکي يې او شپږ عامه وګړي ژوبل شوي دي.
طالب منګل وویل زخميان د درملنې لپاره د خوست روغتون ته وړل شوي دي. بل پلو ته عیني شاهدانو ویلی چې له دې چاودنې وروسته د خوست ښار د سبزي منډۍ په سیمه کښې د ملی اردو ځواکونو په رېنجر موټر هم چاودنه شوې خو د سرتاوانونو په اړه یې معلومات نه دي خپاره شوي تر اوسه د دغې چاودنې ذمه واري د حکومت کومي مخالفی ډلې په غاړه نده اخیستې.
ټیګونه