د کورونا ویروس له امله په کابل کې ګرځبندیز
(last modified Thu, 23 Apr 2020 07:49:53 GMT )
Apr 23, 2020 12:19 Asia/Kabul
  • د کورونا ویروس له امله په کابل کې ګرځبندیز

کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کښې له نن ( پنجشنبه غوي ۴ ) څخه د کورونا ویروس له امله د ګرځبندیز د جدي پلې کېدو خبر ورکړی دی.

که څه هم کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې چې د کرونا ویروس ګواښ ډېر دی، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د خلکو په ګرځېدا محدودیتونه لګول شوي دي، چې له ډلې یې کابل کې ټولې دولتي ملکي ادارې بندې او ښار کې د خلکو تګ راتګ پیکه شوی دی.

د عامې روغیتا وزارت او امنیتي بنسټونو کابل میشتو څخه په کلکه غواړي چې په خپل کورونو کې پاټې شي، تر څو د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی شوی وي.

کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې یو ځل بیا د ګرځبندیز پر جدي پلې کېدو ټینګار کړی، چې په وروستیو څو ورځو کې د کابل په ښار کې بیا د خلکو ګڼه ګونه ډېره شوې، او دغه راز د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر هم لوړ شوی دی.

اوس مهال کابل تر هر بل ولایت ډېرې د کرونا ویروس مثبتې پېښې لري، او د هرې ورځې په تېرېدو دغو پېښو کې ډېروالی راځي، خو یو شمېر خلک له بدې ورځې اړ دي چې د قرنطین په ورځو کې هم بهر ووځي.

کابل، هغه ولایت کې لویه برخه اوسېدونکي یې له فقر سره لاس او ګرېوان دي، او دېری یې د ورځې پیدا شپې ته خوري، او له همدې امله د کرنا ویروس له امله د محدودیتونه له امله سختي شپې او ورځې تېروي.

افغان حکومت د قرنطین پر مهال بې وزلو کورنیو سره د مرستې ټټر وهلی، خو لا یې هم دې ژمنې عملي بڼه نه ده خپله کړې، او له همدې امله کابل کې په ټوله معنا د کرځبندیز پلې کول ناشونی کار دی.

 

ټیګونه