د کابل بریښنا طالبانو نه ده غوڅه کړې
بریښنا ادارې ددغې پيښې پر طالبانو ډلې اچولې ده او وئيلي ئې دي ، د طالبانو ددغه اقدام له امله د روژماتي په وخت دکابل زیاتره برخې له بریښنا محرومې پاتې شوي او دخلکو بدعاوې ئې اخستي دي .
زمونږ خبریال راپور راکړ د طالبانو یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهد پرون ناوخته په یوه پيغام کې وئيلی دي ،طالبان د کابل پشمول د افغانستان دڅو نورو ولایتونو د بریښنا په غوڅلو کې هیڅ لاس نه لري
هغه وئيلی دي د کابل ولایت په شاوخوا کې په میربچه کوټ سیمې کې د بریښنا دستنې تباه کول له دوی سره هیڅ اړه نه لري ځکه طالبان د بریښنا له ادارې سره کومه ستونزه نه لري . .
دوه شپې مخکې د کابل په شمال کې په میربچه کوټ سیمې کې د بریښنا ستره ستنې په چاودیدونکو توکو سره الوزول شوي چې له امله ئې دخبر ترمخابیره کیدا پورې د کابل او پنځو نورو ولایتونو بریښنا غوڅه وه . د بریښنا ادارې ددغې پيښې پر طالبانو ډلې اچولې ده او وئيلي ئې دي ، د طالبانو ددغه اقدام له امله د روژماتي په وخت دکابل زیاتره برخې له بریښنا محرومې پاتې شوي او دخلکو بدعاوې ئې اخستي دي .