څه دپاسه اوه میلیون افغان ماشومان له لوږې کړیږي
په افغانستان کې د طالباو او حکومتي لوري ترمینځ جنګ جګړې او د امریکا نیواکګري ددغه هیواد د بې وځلۍ او د ماشومانو د لوږې په اوڅاره توګه دزیاتیدا اصلی عوامل حسابیږي .
ایرناخبری اژانس راپورورکړ د ماشومانو دملاتړنړیوال دفترپه خپل وروستي راپور کې چې بیګا خپور شوی،پر نړیوالې ټولنې په تیره بیا پر غږملونکو هیوادونو او موسیسو غږ کړی ، چې دافغانستان په کلیوالو سیمو کې د میرمنو او ماشومانو ، اړمنو او تاوان موندونکو کورنیو ته دې دخوراکي موادو درسولو لپاره سملاسی اقدام وکړي څو ددغو اړمنو افغانانو د لوږړې او ناوړه خوړو دخطرو مخنیوی وشي .
د ماشومانو دملاتړ نړیوال دفتر پخپل راپور کې په افغانستان کې د جنګ جګړو او دکرونا ویروس دخوریدا له امله د میلیونونو وږو ماشومانو په باب په خبرداری ورکولو سره وئیلي دي ، په دغه هیواد کې دخوراکی توکو بیّې ډيرې په زیاتیدا دي ، او کورنۍ او ماشومان دتیر وخت په نسبت ډيره لږه مناسبو خواړو ته لاس رسی لري .
د افغانستان د روغتیائي چارو د وزارت د وروستیو احصایو په اساس،تر دې دمه په دغه هیواد کې په کرونا ویروس دوه زره درې سوه اوه دیرس کسان ککړ شوي له دوي اته شپیته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
په افغانستان کې د طالباو او حکومتي لوري ترمینځ جنګ جګړې او د امریکا نیواکګري ددغه هیواد د بې وځلۍ او د ماشومانو د لوږې په اوڅاره توګه دزیاتیدا اصلی عوامل حسابیږي .