دکابل حکومت نور ۸۳طالب بندیان خوشي کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89916-دکابل_حکومت_نور_۸۳طالب_بندیان_خوشي_کړل
ټاکل شوې ده ، د قطر د تش په نامې سولې موافقې په اساس د افغانستان له بندونو د کابل د حکومت له خوا پنځه زره طالب بندیان او همدرااز د دطالبانو په بندونو کې هم بندي حکومتی ماموران خوشي شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2020 10:54 Asia/Kabul
  • دکابل حکومت نور ۸۳طالب بندیان خوشي کړل

ټاکل شوې ده ، د قطر د تش په نامې سولې موافقې په اساس د افغانستان له بندونو د کابل د حکومت له خوا پنځه زره طالب بندیان او همدرااز د دطالبانو په بندونو کې هم بندي حکومتی ماموران خوشي شي .

تسنیم خبری آژانسراپورورکړد افغانستان د ملی امنیت شورا نن  دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دي،په کابل کې له پل چرخي زندانه د طالبانو د نورو ۸۳بندیانو په خوشي کیداسره په تیرو دوو ورځو کې ددغي ډلې د خوشي شوو بندیانو شمیر نهه سوه درې  دیرشو تنو ته رسیدلی دی .

  ددغې اعلامیې په اساس،د طالبانو بندیان د کرونا ویروس د  کنټرولولو، دسولې د ټينګیدا لپاره د افغان حکومت دهلوځلو دیوې برخې په توګه د سلامتیا،عمر او د سزاګانو دمودې په نظر کې په نیولو سره  خوشي شوي دي.

 په عین حال  کې  په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر  ویندوی  سهیل شاهین  هم پرون وئیلي دي ، په کندهار ولایت کې د افغان امنیتي ځواک  شل ماموران  خوشي کړائ شوي دي .

 ټاکل شوې ده ، د قطر د  تش په نامې سولې موافقې په اساس  د افغانستان له بندونو د  کابل د حکومت  له خوا پنځه زره طالب بندیان  او همدرااز د دطالبانو په بندونو کې هم بندي حکومتی ماموران خوشي شي . د کابل حکومت  په دغه هیواد کې د جنګ جګړو  د ختمیدا او د اوربند د ټينګیدا په خاطر  په ښه نیّت ښودلو سره  له زندانونو  دطالبانو بندیان  خوشي کړي دي .