د کابل حکومت له خوا کابو زر طالب بندیان خوشي شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89955-د_کابل_حکومت_له_خوا_کابو_زر_طالب_بندیان_خوشي_شوي
له بل پلوه د طالبانو د سیاسی دفتر ویندوي سهیل شاهین هم په یوه ټولنیز پیغام کې وئیلی دي ،په تیرو اته څلویښت ساعتونو کې ددغې ډلې له بندونو د کابل حکومت اته څلویښت بندیان خوشي شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2020 10:40 Asia/Kabul
  • د کابل حکومت له خوا کابو زر طالب بندیان خوشي شوي

له بل پلوه د طالبانو د سیاسی دفتر ویندوي سهیل شاهین هم په یوه ټولنیز پیغام کې وئیلی دي ،په تیرو اته څلویښت ساعتونو کې ددغې ډلې له بندونو د کابل حکومت اته څلویښت بندیان خوشي شوي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ دافغانستان د ملی امنیت شورا ویندوی جاوید فیصل نن  په یوه پیغام کې وئیلی دي،د کابل حکومت  د سولې په بهیر کې دپرمختګ او  له کرونا  ویروس سره  دمبارزې په موخې سره  په دولسو مرحلو کې  کابو زر طالب بندیان  له زندانونو خوشي کړي دي .

 جاوید فیصل  وئیلي دي ، دهغو حکومتي بندیانو  په خوشي کیدا کې ځنډ چې  دطالبانو په بند کې دي ، هیڅ توجیه نشته .

Image Caption

 

 له بل پلوه د طالبانو د سیاسی دفتر ویندوي سهیل شاهین  هم په یوه ټولنیز پیغام کې وئیلی دي ،په تیرو اته څلویښت  ساعتونو کې  ددغې ډلې له بندونو  د کابل حکومت  اته څلویښت بندیان خوشي شوي دي .

 په دغو اته څلویښت بندیانو خوشي کیدا سره  د طالبانو له بنده د حکومتی لوري   د خوشي شوو بندیانو شمیر  یو سل  څلور اویاؤ ته رسیدلی دی .

ټاکل شوې ده  دافغانستان حکومت  دطالبانو پنځه زره بندیان او طالبان هم  دحکومت  زر بندیان خوشي کړي .

 دافغانستان حکومت  له خپلې خوا په ښه نیّت سره په دغه هیواد کې د جنګ  جګړو دختمولو او  اوربند دټينګیدا په  خاطر  له زندانونو  دطالبانو دغه بندیان خوشي کړي دي .