جمعیت ګوند د غني او عبدالله په تړون کې شریک نه و
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90161-جمعیت_ګوند_د_غني_او_عبدالله_په_تړون_کې_شریک_نه_و
زمونږخبریال وايي د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني وايي د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په پایله کې رامنځته شوی حکومت قانونی اعتبار نه لري او د تېرې ورځې سیاسي هوکړه کې د دوی له سرې کرښې چې هغه د متمرکز نظام بدلون دی پښه اړول شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2020 11:05 Asia/Kabul
  • جمعیت ګوند د غني او عبدالله په تړون کې شریک نه و

زمونږخبریال وايي د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني وايي د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په پایله کې رامنځته شوی حکومت قانونی اعتبار نه لري او د تېرې ورځې سیاسي هوکړه کې د دوی له سرې کرښې چې هغه د متمرکز نظام بدلون دی پښه اړول شوې ده.

د دې ګوند له خوا نن  خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې اسلامي جمعیت د دې هوکړې برخه نه دی او د تېرکال ولسمشریزو ټاکنو پایله د قانون خلاف اعلان شوې نو ځکه د دې پایلې له مخې رامنځته شوی حکومت مشروعیت او قانوني اعتبار نه لري.

پرون د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه مشر عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې یې ښاغلی عبدالله ته د ملي پخلاینې مشرتوب او سیاسي ملاتړو ته یې په کابینه کې نیمایي ونډه ورکول کیږي.

خو اسلامي جمعیت ګوند وايي دې هوکړه کې د خلکو "واقعي رایې " له پامه غورځول شوي او د دولت متمرکز جوړښت پر ځای پاتې شوی او د داسې یوه جوړښت د دې ګوند لپاره له سرې کرښې تېرېدل دي.

اعلامیه کې ټینګار شوی چې اسلامي جمعیت ګوند به په افغانستان کې د متمرکز نظام بدلون لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.