طالبان د افغانستان دڅوولایتونود نیولوپه تکل کې دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90222-طالبان_د_افغانستان_دڅوولایتونود_نیولوپه_تکل_کې_دی
طالبان په کابل کې دپه روغتون او په ننګرهار کې د جنازې په دستورو کې په ترهه رو حملو اوچاودنو کې لاس درلودلی او له نورو ترهه ګرو ډلو سره ئې خپلې اړیکې لا پیاوړي کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2020 03:24 Asia/Kabul
  •  طالبان د افغانستان دڅوولایتونود نیولوپه تکل کې دی

طالبان په کابل کې دپه روغتون او په ننګرهار کې د جنازې په دستورو کې په ترهه رو حملو اوچاودنو کې لاس درلودلی او له نورو ترهه ګرو ډلو سره ئې خپلې اړیکې لا پیاوړي کړي دي .

د افغانستان دملی امنیت د ادارې سرپرست  احمد ضیاء سراج پرون  د افغانستان د ولسی جرګې  د داخلی امنیت د کمیشن  په غونډې کې  خبرداری ورکړی ، طالبانو ډله نیّت لري ددغه هیواد څوولایتونه په بشپړ  ډول ونیسي .

 هغه وئيلي  پاکستان پر طالبانو دباؤنه  اچوي ،څو  دافغانستان  څو ولایتونه ونیسي   او ددغې ډ لې مشران   دغه هیواد ته منتقل کړي .

د افغانستان د ملی امنیت د ادارې سرپرست یو ځل بیا ټينګار کړی ،  طالبان  په کابل کې دپه روغتون او  په ننګرهار کې  د جنازې په دستورو  کې  په ترهه رو حملو اوچاودنو کې  لاس درلودلی  او  له نورو ترهه ګرو ډلو سره ئې  خپلې اړیکې لا پیاوړي کړي دي .  

 له دې سره په یووخت په قطر کې د طالبانو دسیاسی  دفتر ویندوي سهیل شاهین هم  په یوه خبرداري کې وئيلی دي  دغه ډله  داعش  یا بلې هرې یوې ترهه ګرې ډلې ته  د افغانستان  له خاورې د استفادې  اجازت نه ورکوي. 

 هغه پرون په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ، دغه ډله د  کوم هیواد  نیابتي ځواک نه دی  او نه غواړي ، دنورو هیوادونو په کورنیو چارو کې ګوتې ووهي . له  دې مخکې هم طالبانو ډلې مسئولانو وئيلی وو ،ا مریکا  د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  د فعالیت زمنیه برابره کړې ده ، خو  دغه ډله په افغانستان کې د داعش پشمول  بلې یوې ترهه ګرې ډ لې ته هم   د فعالیتونو اجازت نه ورکوي .