د اخترپه مناسبت دطالبانو د مشرپيغام هیڅ ارزښت نه لري
د طالبانو مشر ملاهیبت ا... پرون د کوچني اختر په درشل کې پخپل پیغام کې وئيلی دي ، دقطر د سولې موافقه په افغانستان کې د جنګ د ختمیدا لامل کیدلی شي .
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړ د افغانستان د ولسمشر ویندوي صدیق صدیقي پرون په یولړ څرګندونو کې د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو د مشر ملا هیبت ا... پيغم بې ارزښته بللی او وئيلي ئې دي ، طالبانو په داسې حال کې دغه پيغام خپور کړی ، چې ددغې ډ لې غړي هماغه راز د عامو خلکو وژلو او خپلو سپيرو حملو اوبمي چاودنو ته دوام ورکوي او دجنګ ختمولو ته حاضر نه دي .
د طالبانو مشر ملاهیبت ا... پرون د کوچني اختر په درشل کې پخپل پیغام کې وئيلی دي ، دقطر د سولې موافقه په افغانستان کې د جنګ د ختمیدا لامل کیدلی شي .
د طالبانو دغه پیغام په داسې حال کې مطرح کیږي ،چې افغان چارواکو دغه ډله په دغه هیواد کې د غیر انساني اقداماتو او حملو مسئوله ګڼي ، خو امریکا مدعي ده په کابل او ننګرهار کې د وروستیو حملو مسئوله داعش ډله ده چې پکې په لسګونو افغانان وژل شوي دي .
داپه داسې حال کې دي چې طالبان هماغه راز د کابل له حکومت سره له خبرواترو ډډه کوي او وائي د قطر د سولې موافقه د افغانستان د جنګ دختمیدا سبب کیدلی شی .