طالبانو په روژې میاشت کې هم خپلې حملې اوج ته رسولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90273-طالبانو_په_روژې_میاشت_کې_هم_خپلې_حملې_اوج_ته_رسولي_دي
د حکومتي امنیتی ځواک او وسلوالو طالبانو ترمینځ نښتې او ترینګلتیاوې په داسې حال کې زیاتې شوي ، چې امریکا د جنګ د ختمولو او د اوربند د ټينګولو لپاره دقطر په موافقې کې پاتې راغلې او د افغانستان حکومت په کابل ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې په مرګونو حملو پسې خپلو پوځیانو ته دیرغلیزو عملیاتو د زیاتولو حکم ورکړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 23, 2020 07:10 Asia/Kabul
  • طالبانو په روژې میاشت کې  هم خپلې حملې اوج ته رسولي دي

د حکومتي امنیتی ځواک او وسلوالو طالبانو ترمینځ نښتې او ترینګلتیاوې په داسې حال کې زیاتې شوي ، چې امریکا د جنګ د ختمولو او د اوربند د ټينګولو لپاره دقطر په موافقې کې پاتې راغلې او د افغانستان حکومت په کابل ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې په مرګونو حملو پسې خپلو پوځیانو ته دیرغلیزو عملیاتو د زیاتولو حکم ورکړی دی .

زمونږ خبریال د طلوع نیوزخبری چینل له قوله د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال عبدالصبور قانع وئيلي دي ،د روژې په مبارکې میاشتې کې هم ددغه هیواد په بیلابیلو سیمو کې دطالبانو په ترهه ګرو  چاودنو او حملو کې یوسل شپږ څلویښت عام افغانان  وژل شوي او څلور سوه  دیرس نور ټپيان شوي دي .

 هغه ز یاته کړې ده ،دم ګړۍ دافغانستان دامنیتی ځواک او طالب وسلوالو ترمینځ  د افغانستان  په زیاترو سیمو کې نښتې او اخ وډپ  هماغه راز دوام لري .