افغان حکومت سل نور طالب زندانیان خوشې کړل
-
file photo Taliban Release
د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د «ښه نیت» او د سولې پروسې د پرمختګ په موخه یې سل تنه طالب زندانیان له بنده خلاص کړي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د صلحې او د ملکي وګړو د ساتنې د برخې مشر انتظار خادم وویل چې د ولسمشر اشرف غني د حکم مطابق په پروان ولایت کښې سل تنه طالب وسله وال له زندانه آزاد کړی شول.
یاده دې وي چې وړمه ورځ د طالبانو له لوري د اختر په مناسبت د دري ورځني اوربند په غبرګون کښې د افغانستان ولسمشر «اشرف غني» هم خپلو ځواکونو ته د دفاعي حالت غوره کولو امر وکړ او ژمنه یې وکړه چې د طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ به چټکوي.
د طالبانو سیاسي دفتر د حکومت له دې ګام څخه هرکلی وکړ او د پروسې د بشپړېدو غوښتنه یې وکړه.
د افغانستان حکومت د امریکې او طالبانو ترمینځ د صلحې د موافقې له لاسلیکیدو وروسته تراوسه زر تنه طالب بندیان له جیلونو خوشې کړې دي او طالبانو هم له خپلو بندي خانو څخه ۲۰۰ تنه افغان امنیتي ځواکونه آزاد کړې دي حال دا چې طالبانو هم د افغانستان د حکومت د زرو زندانیانو د آزادولو ژمنه کړې وه خو تراوسه یې خپله وعده په بشپړه توګه نه ده پوره کړې.