د طالبانود یومثبت ګام په مقابل کې افغان حکومت څوګامونه پورته کوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90336-د_طالبانود_یومثبت_ګام_په_مقابل_کې_افغان_حکومت_څوګامونه_پورته_کوی
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر په ورځ وئيلي وو، د ښه نیت له مخې به ۲،۰۰۰ نور طالب بندیان له بنده خوشې شي او د خوشي کولو دغه لړۍ به دوام وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2020 09:58 Asia/Kabul
  • د طالبانود یومثبت ګام په مقابل کې افغان حکومت څوګامونه پورته کوی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر په ورځ وئيلي وو، د ښه نیت له مخې به ۲،۰۰۰ نور طالب بندیان له بنده خوشې شي او د خوشي کولو دغه لړۍ به دوام وکړي .

زمونږخبریال  له کابله راپور  راکړ د افغانستان  د ولسمشر مرستیال ویندوي دواخان مینه پال په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، که وسله‌وال طالبان د سولې په پروسه کې د باور جوړونې لپاره یو ګام اخلي، نو حکومت نورو اقداماتو ته تیار دی .

 په داسې حال کې  چې  نن د وسله‌والو طالبانو او حکومت ترمینځ د اعلان شوي درې ورځني اوربند درېیمه ده،  د افغانستان سیاسی لوري او ډلې ټپلې  ددغه اور بند دغزیدا  او د دواړو لورو له خوا د لا نرمښت ښودلو غوښتنې کوي او دا د سولې په پروسه کې د باور جوړونې پر لور  د یوه مهم پرمختګ نښه ګڼې.

  دوا خان مینه‌پال دغه راز وئيلي دي ، دکابل حکومت تل د دایمي اوربند په لټه کې دی،  او عمومي او دایمي اوربند د درستو افغانانو غوښتنه هم  ده. د افغانستان د خلکو د دې غوښتنې پر اساس حکومت تل پر اوربند ټینګار کړی دی. د دې لپاره چې نور د افغانانو وینې ونه‌بهېږي،افغانان په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي، حکومت تل پر اوربند ټینګار کړی او په دې برخه کې یې ګټور او ضروري ګامونه اخیستي دي. بې له شکه که طالب د باور جوړونې لپاره یو ګام اخلي، د افغانستان حکومت د نورو ګامونو اخیستلو ته تیار  دی.

داپه  داسې حال کې دي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر په ورځ وئيلي وو، د ښه نیت له مخې به ۲،۰۰۰ نور طالب بندیان له بنده خوشې شي او د خوشي کولو دغه لړۍ به دوام وکړي .

Image Caption