د افغانستان طالبانو د اوربند د غځولو غوښتنه رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90348-د_افغانستان_طالبانو_د_اوربند_د_غځولو_غوښتنه_رد_کړه
اوا خبري اژانس وايي په قطر کښې د افغانستان د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیګا له دغه ډلې سره د افغان ډلو د سولې د خبرواترو د پیلولو او د اوربند د تمدیدولو لپاره د ولسمشر اشرف غني د حکومت له غوښتنې سره مخالفت وکړ او ویې ویل درې (۳) ورځې اوربند یوازې د کوچني اختر په مناسبت و .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2020 23:31 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو د اوربند د غځولو غوښتنه رد کړه

اوا خبري اژانس وايي په قطر کښې د افغانستان د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیګا له دغه ډلې سره د افغان ډلو د سولې د خبرواترو د پیلولو او د اوربند د تمدیدولو لپاره د ولسمشر اشرف غني د حکومت له غوښتنې سره مخالفت وکړ او ویې ویل درې (۳) ورځې اوربند یوازې د کوچني اختر په مناسبت و .

هغه وویل د دائمي اوربند په هکله بحث په راتلونکي کښې  له طالبانو سره د بین الافغاني ډلو د خبرو اترو موضوع ده .

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل په تیرې سه شنبې ورځ په کابل کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې په طالبانو غږ وکړ چې اوربند تمدید کاندي چې د دغه ډلې د نورو بندیانو د خوشي کیدا زمینه برابره شي .

جاوید فیصل هیله وکړه چې د اوربند په تمدیدا سره د جنګ د ختمیدا او له طالبانو سره د افغان ډلو د سولې د خبرواترو د پیلیدا زمینه برابره شي .