د افغانستان د روغې جوړې د شورا مسوده چمتو شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90406-د_افغانستان_د_روغې_جوړې_د_شورا_مسوده_چمتو_شوي
تسنیم خبري اژانس وايي ځینې سرچینې د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا د تشکیلاتو او د کاري پروګرام د مسودې د چمتو کیدا خبر ورکوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2020 11:47 Asia/Kabul
  • د افغانستان د روغې جوړې د شورا مسوده چمتو شوي

تسنیم خبري اژانس وايي ځینې سرچینې د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا د تشکیلاتو او د کاري پروګرام د مسودې د چمتو کیدا خبر ورکوي .

د افغانستان د ثبات او د همپالنې د انتخاباتي تیم غړي عطا الرحمان سلیم نن وویل د تشیکلاتو مسوده ، کړنلاره ، اجنډا ، صلاحیتونه او مسولیتونه چمتو شوي دي او تر راتلونکو دوو(۲) ورځو پورې به د روغې جوړې د لوړې شورا د مرستیالانو په هکله نهايي فیصله وشي .

له بلې خوا د افغانستان د سولې په چارو کښې د حکومت وزارت هم ټاکل شوي ده د روغې جوړې د لوړې شورا د سیکریټریټ مسولیت پرغاړه واخلي .

د افغانستان د سولې د چارو په وزارت کښې چارواکو ټینګار وکړ د روغې جوړې لوړه شورا د یوې(۱) مرجع په توګه سولې ته د اړونده چارو په هکله فیصلې کوي .

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم وویل مهم کارونه ترسره شوي او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د روغې جوړې د لوړې شورا د غړیو په راتلو سره به د سولې په بهیر کښې نور مهم ګامونه پورته شي .