طالبانو په کاپيسا کې د ښار دکانونو ته اوور ا چولی دی
کابو لس ورځې مخکې هم وسلوالو طالبانو دکاپیسا ولایت په تګاؤ و لسوالۍ کې د الازهر پوهنتون یو تکړه روڼ اندی او تکړه استاد هم سره دخپلو یو شمیر ملګرو له حکومت سره د ملګرتیا په تور وژلی چې دسیمې د خلکو سخته کرکه ئې ر اپارولې وه .
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ یوشمیر وسلوالو طالبانو دافغانستان په ختیځ کې د کاپیسا ولایت په آله سائي ولسوالۍ په حملې سره ددغه ښار په لسګونو دکانونه په اوور کې سوځولې دي .
راپور ښئ د طالبانو دغه حمله پرون شوي او دغه حمله د افغانستان د پوځ دمامورانو له سخت ځواب سره مخ شوې ده .
په دغې حملې کې یو شمیر عام خلک هم ټپیان شوي دي .
باید ووئيل شي ، چې کابو لس ورځې مخکې هم وسلوالو طالبانو دکاپیسا ولایت په تګاؤ و لسوالۍ کې د الازهر پوهنتون یو تکړه روڼ اندی او تکړه استاد هم سره دخپلو یو شمیر ملګرو له حکومت سره د ملګرتیا په تور وژلی چې دسیمې د خلکو سخته کرکه ئې ر اپارولې وه . .
د افغانستان په بیلابیلو سیمود طالبانو ډلې د وسلوالو ددغو حملو دوام په داسې حال کې دی چې ددغه هیواد حکومت تل له طالبانو ډلې سره د اور بند دټینګیدو غوښتنه کړې خو دغې ډلې دغه غوښتنه رد کړې ده، حال دا چې همدغو طالبانو له امریکایانو سره دسولې موافقه کړې او په افغانستان کې ئې د تاؤتریخوالي د کمولو ژمنه هم کړې ده .
همداراز د افغانستان د فراه ولایت دپولیس ویندوي محب ا... محب هم وئيلی دي ،دفراه ولایت د مرکز فراه ولسوالۍ په دهک سیمې کې د طالبانو پر مورچلو په هوائي برید کې شپاړس وسلوال طالبان وژل شوي او یو شمیر نور ئې هم ټپیان شوي دي . دا حمله هاله شوې چې طالبانو نیّت درلود، دپولیسو په پوستې حمله وکړي خو له حملې مخکې ګیر شول .