طالبانو په کاپيسا کې د ښار دکانونو ته اوور ا چولی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90552-طالبانو_په_کاپيسا_کې_د_ښار_دکانونو_ته_اوور_ا_چولی_دی
کابو لس ورځې مخکې هم وسلوالو طالبانو دکاپیسا ولایت په تګاؤ و لسوالۍ کې د الازهر پوهنتون یو تکړه روڼ اندی او تکړه استاد هم سره دخپلو یو شمیر ملګرو له حکومت سره د ملګرتیا په تور وژلی چې دسیمې د خلکو سخته کرکه ئې ر اپارولې وه .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 05, 2020 09:11 Asia/Kabul
  • طالبانو په کاپيسا کې د ښار دکانونو ته اوور ا چولی دی

کابو لس ورځې مخکې هم وسلوالو طالبانو دکاپیسا ولایت په تګاؤ و لسوالۍ کې د الازهر پوهنتون یو تکړه روڼ اندی او تکړه استاد هم سره دخپلو یو شمیر ملګرو له حکومت سره د ملګرتیا په تور وژلی چې دسیمې د خلکو سخته کرکه ئې ر اپارولې وه .

زمونږخبریال  د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ یوشمیر وسلوالو طالبانو  دافغانستان په ختیځ کې  د کاپیسا ولایت  په آله سائي  ولسوالۍ  په حملې سره  ددغه ښار  په لسګونو دکانونه په اوور کې سوځولې دي .

 راپور ښئ  د طالبانو دغه حمله  پرون شوي  او دغه  حمله د  افغانستان د پوځ  دمامورانو  له سخت ځواب سره مخ شوې ده .

 په دغې حملې کې  یو شمیر عام خلک هم ټپیان شوي دي .

باید ووئيل شي ، چې  کابو لس ورځې مخکې  هم وسلوالو طالبانو دکاپیسا ولایت په تګاؤ و لسوالۍ کې د الازهر پوهنتون یو تکړه روڼ اندی  او تکړه استاد  هم سره دخپلو یو شمیر ملګرو له حکومت سره   د ملګرتیا په تور وژلی  چې  دسیمې د خلکو سخته کرکه ئې ر اپارولې وه . .

 د  افغانستان  په بیلابیلو سیمود طالبانو ډلې د وسلوالو  ددغو حملو دوام په داسې حال کې دی چې  ددغه هیواد حکومت تل  له طالبانو ډلې سره د اور بند دټینګیدو  غوښتنه کړې  خو دغې ډلې  دغه غوښتنه رد کړې ده، حال دا چې همدغو طالبانو له امریکایانو سره  دسولې موافقه کړې او په افغانستان کې ئې د تاؤتریخوالي د کمولو  ژمنه هم کړې ده .

همداراز د افغانستان د فراه ولایت دپولیس ویندوي  محب ا... محب هم وئيلی دي ،دفراه ولایت  د مرکز فراه ولسوالۍ په دهک سیمې کې د طالبانو پر مورچلو  په هوائي برید کې  شپاړس وسلوال طالبان وژل شوي او یو شمیر نور ئې هم ټپیان شوي دي . دا حمله هاله شوې چې طالبانو نیّت درلود، دپولیسو په پوستې حمله وکړي  خو له حملې مخکې ګیر شول .