امریکاد افغانستان او ایران د اړیکو خرابول غواړي
اسلامی ایران یوازنیی خپلواکه هیواد دی چې دامریکا د سرزوریو په وړاندې دریدلی دی او په همدې دلیل د پرَدیو رسندویو د پلۀ پل په مینځ کې دی څو پر ایران دراندۀګوزارونه وکړي او دانګلستان خارجه وزارت او د امریکا مشرانو جرګې رسندویو په تیره بیا بي بی سي ته په میلیونونو ډالرې پیّل کړي څو د دوي سپير رول اجرا کړي .
زمونږخبریال دصدای افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان دپخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار محمد هاشم عصمت الهي پرون ناوخته په مشهد کې په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی ،امریکا هڅه کوي ، دافغانستان دمسئلو په حل کولو کې داسلامی ایران رول پيکه کړي .
عصمت الهي وئيلي دی ،د امریکاپشمول لویدیځي هیوادونه د یوشمیر افغان کډوالو د مړینې پيښو ته په پراخ پوښښ ورکولو سره هڅه کوي ،افغانستان د اسلامی ایران په مقابل کې ودروي ، او د دواړو ملتونو اړیکې خرابې کړي .
د حامد کرزي سلاکار روښانه کړې ده لویدیځي رسندوئې او په افغانستان کې غولیدلي او اسلام ضده چینلونه او همداراز له امریکا او صهونزم سره اړونده رسندوئې دغې موضوع ته لمن وهي څو د افغانانو ا حساسات وپرول شي چې تر دې دمه ناکام دي .
هغه زیاته کړې اسلامی ایران یوازنیی خپلواکه هیواد دی چې دامریکا د سرزوریو په وړاندې دریدلی دی او په همدې دلیل د پرَدیو رسندویو د پلۀ پل په مینځ کې دی څو پر ایران دراندۀګوزارونه وکړي او دانګلستان خارجه وزارت او د امریکا مشرانو جرګې رسندویو په تیره بیا بي بی سي ته په میلیونونو ډالرې پیّل کړي څو د دوي سپير رول اجرا کړي .