طالبان د اوربند پرځای جګړه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90781-طالبان_د_اوربند_پرځای_جګړه_کوي
د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وایي: د سولي د هڅو د ګرندي توب سره سره بیا هم طالب وسله والو د اورکم پر ځای جګړې ته زور ورکړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 16, 2020 07:05 Asia/Kabul
  • طالبان د اوربند پرځای جګړه کوي

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وایي: د سولي د هڅو د ګرندي توب سره سره بیا هم طالب وسله والو د اورکم پر ځای جګړې ته زور ورکړی.

د ملي امنیت شورا دفتر وایي،وسلوالو طالبانو د اورکم پرځای پرجګړې تمرکز کړی او هره ورځ د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه کوي،دیوه راپور له مخې طالبانو په تیره یوه اونۍ کې له ۴۲۲ افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دوی زیاتوي،که وسلوال طالبان د سولې په تړاو شوې هوکړې ته درناوی ونه کړي او له وسلوالې جګړې لاس وانخلي په وړاندې به یې جدي اقدامات ترسره شي.

د خبر پای/.