امریکا افغانستان کې خپل ځواکونه کم کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90880-امریکا_افغانستان_کې_خپل_ځواکونه_کم_کړي
د امریکا قومندان جنرال کېټ مکنزي وايي چې امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر تر ۸ زره او ۶۰۰ تنو کم کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 20, 2020 08:41 Asia/Kabul
  • امریکا افغانستان کې خپل ځواکونه کم کړي

د امریکا قومندان جنرال کېټ مکنزي وايي چې امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر تر ۸ زره او ۶۰۰ تنو کم کړی دی.

د امریکا قومندان جنرال کېټ مکنزي وايي چې دا کمښت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک پر بنسټ چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې لاسلیک شو، ترسره شوی دی. د دغه هوکړه لیک پربنسټ، امریکا باید د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته تر ۱۳۵ ورځو د خپلو ځواکونو شمېر ۸ زره او ۶۰۰ تنو ته کم کړي او اوس دغه کار د نوموړې نېټې ته له رسېدو ۲۵ ورځې مخکې بشپړ شوی دی.

جنرال کېټ مکنزي ټينګار کوي چې دغه کمښت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې وکړه لیک پر بنسټ پلی شوی دی.

دغه امریکايي پوځي همدارنګه ویلي چې د امریکایانو بشپړ وتل به په اوضاع پورې تړي لري.

هغه ټينګار کړی دی چې طالبان له داعشیانو سره ملګري نه دي؛ خو دغه ډله دې له القاعدې سره د خپلو اړیکو پرېکون وښيي.

هغه د اسپين انسټېټیوټ کې یوې مناظره کې وویل:«هغه څه چې زه به یې تاسو ته ووایم دا چې موږ په هوکړه لیک کې خپله برخه عملي کړې ده... موږ هوکړه کړې وه چې تر ۱۳۵ ورځو «د ځواکونو شمېر» تر ۸ زره او ۵۰۰ پورې ورسوو موږ اوس په دې کچه کې یوو.»

خو دغه امریکايي جنرال څرګنده نه کړه چې څه وخت او په کوم سرعت سره یې ۸ زره او ۶۰۰ ځواکونه بهر کړې دي.