تېره اونۍ طالبانو ۱۴۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90929-تېره_اونۍ_طالبانو_۱۴۷_ملکیانو_ته_مرګ_ژوبله_اړولې_ده
د ملي امنیت شورا د تېر په څېر یو ځل بیا هم د تېرې یوې اونۍ تلفات رسنیز کړي دي، چې طالبانو لخوا په کې ملکیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 22, 2020 02:50 Asia/Kabul
  • تېره اونۍ طالبانو ۱۴۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د ملي امنیت شورا د تېر په څېر یو ځل بیا هم د تېرې یوې اونۍ تلفات رسنیز کړي دي، چې طالبانو لخوا په کې ملکیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ویل کېږي طالبانو تېرو ۷ ورځو کې ۱۴۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده چې له ډلې یې ۴۲ ملکیان وژلي  او تر ۱۰۵ نور ټپیان کړي هم دي.

د افغانستان د ملي امنيت د شورا وياند جاوید فیصل په خپله ټویټر پاڼه د وروستۍ اونۍ تلفات داسې مهال خپروي چې تېره اونۍ حکومت د پاتې ۲۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو خبر ورکړی ؤ. ملي امنیت شورا په خپله خپره شوې خبرپاڼه کې وایي چې طالبانو په شاوخوا ۱۸ ولایتونو کې د خپل تاوتریخوالي یاد شوي تلفات اړولي دي.

تر دې مخکې اونۍ بیا د وسله طالبانو لخوا د یوې اونۍ په لړ کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې شاوخوا ۵۱ پلونه ويجاړ کړې شوي او ۱۶ سړکونه اړول شوي وو. نوموړي همداراز ویلي وو چې په دغه دوران کې طالبانو د ټول هېواد په کچه څه د پاسه ۲۲۲ ترهګریز بریدونه کړي دي. په دغو بریدونو کې شاوخوا ۴۲۲ افغان امنیتي ځواکونو ته هم د سر زیان اوښتی ؤ.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل همداراز ټینګار کوي چې طالبان له اور کم او اوربند دواړو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هڅه یې ده چې افغانانو او افغانستان دواړو ته زیان واړوي.

په دې وروستیو کې په دیني بنسټونو، عالمانو او ولسي وګړو له هدفي بریدونو سربېره په افغان امنیتي ځواکونو باندې هم د وسله والو مخالفینو بریدونه زیات شوي دي خو په ډېری هغو بریدونو کې چې خونړي او جنګي جنایتونه په کې شوي، وسله والو طالبانو رد کړي دي خو په ورته حال کې زیاتوي چې په افغانستان کې القایده او نورې ترهګرې ډلې نشته دي.

وسله ولو طالبانو تر اوسه د ملي امنیت شورا لخوا دغې خپرو شویو ارقامو ته کوم غبرګون ښودلی نه دی.