طالبان د سولې د خبرو بهیر ته تاوان رسوي
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ټینګار وکړ د طالبانو ډلې د بریدونو او د تاوتریخوالو زیاتیدا د سولې بهیر ته تاوان رسولی دی .
هغه پرون وویل د افغانستان حکومت په هیواد کښې د سولې د ټینګیدا لپاره اساسي ګامونه پورته کړي دي خو طالبان د بریدونو په دوام کښې د خبرو اترو د له سره پیلیدا خنډ شوي دي .
صدیق صدیقي زیاته کړه طالبان د حملو په زیاتولو سره اوس هم د افغانستان د خلکو غوښتنې یعني په هیواد کښې د تاوتریخوالي ختمولو او د پایداره سولې ټینګیدا ته ضروري ژمنه نلري .
د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د کابل د حکومت لخوا د طالبانو درې زره شپږ سوه (۳۶۰۰) بندیانو خوشي کیدا ته په اشارې سره وویل دغه ډله هم باید ټول حکومتي بندیان خوشي کړي .
د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر تیره اونۍ په تیرو نولسو(۱۹) کلونو کښې د حکومتي عسکرو لپاره تر ټولو خونړۍ اونۍ وبلله او ویې ویل طالبانو په دغه اوو (۷) ورځو کښې د حکومتي عسکرو پرضد څلور سوه دوه ویشت(۴۲۲) حملې کړي دي چې اته سوه یوڅلویښت(۸۴۱) حکومتي عسکر پکښې مړه او ژوبل شوي دي .