عبدالله د بین الافغاني خبرو په پیلیدا ټینګار وکړ
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله د بین الافغاني خبرواترو د پیلیدا په ضرورت ټینګار وکړ .
هغه پرون په کابل کښې له طالبانو سره د خبرو اترو د فرصتونو او د چیلنجونو په نوم غونډې کښې وویل د کابل حکومت د بین الافغاني خبرو اترو لپاره وارمخکې شرط نلري او طالبان هم باید د دغه هیواد په نظام کښې د یوه(۱) کس او د یوې(۱) رایې له اصل سره مخالفت ونه کړي .
د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله زیاته کړه د بین الافغاني خبرو اترو له پیلیدا مخکې د طالبانو ډلې لخوا د تاوتریخوالو زیاتیدل ښه خبر نه دی او خبرو اترو ته ګوزار ورکوي .
عبدالله عبدالله دې ته په اشارې سره چې د افغانستان کړکیچ پوځي حل لاره نلري وویل په هیواد کښې سوله په ملي ارادې او اجماع سره لاس ته راځي او دواړه لوري باید نرمښت او زغم وښيي .
د افغانستان د ملي روغې جوړې د شورا د مشر عبدالله عبدالله دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې طالبانو ډلې په تیرو اونیو کښې د خبرو اترو د له سره پیلولو لپاره د کابل د حکومت د وړاندیز په ردولو سره د افغانستان په بیلابیلو سیمو حملې زیاتې کړي دي .