د افغانستان په مرکز کې لس طالبان وژل شوي
Jun 26, 2020 07:28 Asia/Kabul
د افغانستان په مرکزي ولایت غور کې د دې هیواد د فوځیانو سره په نښته کې ۱۰ تنه طالبان وژل شوي دي.
د آوا خبري آژانس په حواله د غور ولایت د پولیسو ویاند عبدالسمیع نژاد رسنیو ته ویلي چي نښټې د د تیورې، فیروز کوه او ساغر ولسوالیو کې رامینځ ته شوې.
هغه زیاته کړه چي په دغو نښتو کې ۱۳ تنه طالبان زخمیان شوي دي.
د دې راپور پر بنیاد په دغو نښتو کې یو شمېر افغان امنیتي سرتیري هم ژوبل شوي دي.
د طالبانو ډله په وروستیو اونیو کې د افغان دولت د سولي مذاکراتو د وړاندیز په ردولو سره پر افغان امنیتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړي دي.
د خبر پای/.
ټیګونه