بین الافغاني خبرې راتلونکې میاشت پيلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91055-بین_الافغاني_خبرې_راتلونکې_میاشت_پيلیږي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي دفتر یوناما مشره دیبورا لینز وايي، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات په راتلونکې میاشت کې پیل شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2020 08:25 Asia/Kabul
  •  بین الافغاني خبرې راتلونکې میاشت پيلیږي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي دفتر یوناما مشره دیبورا لینز وايي، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات په راتلونکې میاشت کې پیل شي.

په کابل کې د یوناما مشره دیبورا لینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته دا خبره کړې. هغې د افغان سولې په برخه کې د سیمه ییزو هېوادونو د هڅو په ستایلو سره ویلې چي همدا هڅې وې چې افغان سوله دغه پړاو ته رسېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا، ناټو او اروپايي ټولنه  د سولي په چارو کې د دوه مخي چلند په کارولو تورن دي خو د کارپوهانو په باور افغانان هېڅکله دومره سولې ته نه و نږدې شوي.

د خبر پای/.