ّ په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازې:
بین الافغاني خبرې راتلونکې میاشت پيلیږي
Jun 26, 2020 08:25 Asia/Kabul
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي دفتر یوناما مشره دیبورا لینز وايي، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات په راتلونکې میاشت کې پیل شي.
په کابل کې د یوناما مشره دیبورا لینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته دا خبره کړې. هغې د افغان سولې په برخه کې د سیمه ییزو هېوادونو د هڅو په ستایلو سره ویلې چي همدا هڅې وې چې افغان سوله دغه پړاو ته رسېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا، ناټو او اروپايي ټولنه د سولي په چارو کې د دوه مخي چلند په کارولو تورن دي خو د کارپوهانو په باور افغانان هېڅکله دومره سولې ته نه و نږدې شوي.
د خبر پای/.
ټیګونه