بین الافغاني مذاکرات به د جولائي په میاشت کښې پيل کېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91069-بین_الافغاني_مذاکرات_به_د_جولائي_په_میاشت_کښې_پيل_کېږي
د افغانستان په چارو کښې د ملګرې ملتو ځانګړې استازې وویل: د افغانانو ترمینځه خبرې اترې په جولائي میاشته کښې پيل کېږي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 27, 2020 06:41 Asia/Kabul
  • بین الافغاني مذاکرات به د جولائي په میاشت کښې پيل کېږي

د افغانستان په چارو کښې د ملګرې ملتو ځانګړې استازې وویل: د افغانانو ترمینځه خبرې اترې په جولائي میاشته کښې پيل کېږي.

د فارس خبري آژانس د راپور له مخې، Deborah Lyons ډیبورا لاینس د ملګرو ملتو امنیتي شورا ته وروستې ورځ د افغانستان سیاسي او امنیتي حالاتو په اړه خپل درې میاشتنۍ راپور په وړاندې کولو سره وویل: د بین الافغاني خبرې اترې د جولائي په میاشته کښې د قطر په پلازمینه دوحه کښې پيل کېږي.
هغې زیاته کړه: د افغانانو تر منځ خبرې اترې به وخت اخیستونکي او پیچلي وي ، او د حکومت ډله او طالبان باید انعطاف ولري.
د افغانستان په چارو کښې د ملګرو ملتو ځانګړې استازې د لاسته راغلۍ فرصت د افغانستان د سولې لپاره بې سارۍ وباله او زیاته یې کړه: زه په راتلونکو څو اونیو کې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو اترو ته خوشبین یم.
په داسې حال کې، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی، عادل راز وویل: چې د افغانستان حکومت د سولې د خبرو اترو د پیاوړي کولو په موخه درې زره او اته سوه دیارلس طالب بندیان له بند څخه خوشې کړي دي.