هرات کښې د طالبانو او پولیسو ترمینځ نښته شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91170-هرات_کښې_د_طالبانو_او_پولیسو_ترمینځ_نښته_شوې
یوې سرچینې ویلي، د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې نن سهار د پولیسو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ نښته کې یو ملکي وګړی وژل شوی او د پولیسو اته سرتېري ټپیان شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2020 08:56 Asia/Kabul
  • هرات کښې د طالبانو او پولیسو ترمینځ نښته شوې

یوې سرچینې ویلي، د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې نن سهار د پولیسو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ نښته کې یو ملکي وګړی وژل شوی او د پولیسو اته سرتېري ټپیان شوي دي.

یوې سرچینې ویلي، د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې نن سهار د پولیسو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ نښته کې یو ملکي وګړی وژل شوی او د پولیسو اته سرتېري ټپیان شوي دي.

د پښتون زرغون ولسوالۍ يوې دولتي سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې خپور شي، رسنیو ته وویل چې په ټپي شویو کې یوه ښځه او یو کوچنی هم شامل دي.

سرچینه زیاتوي، نښته هغه مهال پیل شوه چې ۴۰ هاموې موټر له هرات ښار څخه د پښتون زرغون ولسوالۍ د کلیو پر لور د اکمالاتو د انتقال لپاره روان وو او د ولسوالۍ په ۴۰ کیلومترۍ کې وسله‌والو طالبانو ورباندې حمله وکړه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې د دې ولسوالۍ ډېری برخه د طالبانو په کنټرول کې ده او هغوی هڅه کوي چې د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.