یو ترهګر امریکايي پوځي په افغانستان کښې ووژل شو
Jul 07, 2020 03:11 Asia/Kabul
خبري سرچینو د افغانستان په جنوب کښې د یو ۲۱ کلن امریکايي پوځي د وژل کیدو خبر ورکړ.
د رارسیدلو رپورټونو له مخې په فراه جان سیمه کښې د وینسنټ سباسټین ایباریا په نوم د دغه امریکايي پوځي ګاډی پرون ناڅاپه واوړیده چې له امله یې هغه مړ شوی دی.
امریکايي چارواکو هم ویلي چې د دغه امریکايي پوځي د ګاډي د چپه کیدو او د هغه د مړینې د علت په هکله تحقیقات روان دي.
دا خبر وايي چې په افغانستان باندې د امریکې د پوځي تیري له پیل راهیسې له دریو زرو زیات امریکايي پوځیان په دې هیواد کښې وژل شوي او ۳۰ زره او ۱۶۶ تنه نور زخمي شوي دي.
ټیګونه