ځیني طالبان دې د افغانستان له اوسني نظام سره یو ځاي شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91354-ځیني_طالبان_دې_د_افغانستان_له_اوسني_نظام_سره_یو_ځاي_شي
اشرف غني په داسې حال کې د افغانستان له اوسني نظام سره د طالبانو د جذبولو خبره کوي ، چې طالبان ددغه هیواد حکومت ناروا اوغیر اسلامی ګڼي
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 09, 2020 00:14 Asia/Kabul
  • ځیني طالبان دې  د افغانستان له اوسني نظام سره یو ځاي شي

اشرف غني په داسې حال کې د افغانستان له اوسني نظام سره د طالبانو د جذبولو خبره کوي ، چې طالبان ددغه هیواد حکومت ناروا اوغیر اسلامی ګڼي

تسنیم خبری اژانس  راپورورکړی ، دافغانستان و لسمشر اشرف غني پرون په کاپیسا ولایت کې  په یوې ناستې کې وئيلي دي  دافغانستان له اسلامی جمهوری نظام سره  دیو ځای کولو په باب دطالبانو ډلې  دغړو دجذبولو لپاره هڅه کوي  او او داچاره به  د دغه هیواد د  امنیتی ځواک  له بریاؤ هم ساتنه وکړي .

 په عین حال کې اشرف غني ټينګارکړی،هېڅوک  پر افغانانوخپلې غوښتنې نشي تپلی  او په اوسنيو شرایطو کې دا د افغانانو حق دي چې  د سولې په اړه پخپله فیصله وکړي  او د نورو د لاسوهنې لاره  بنده کړي .

 اشرف غني  په داسې حال کې د  افغانستان له اوسني نظام سره  د طالبانو د جذبولو  خبره کوي ، چې  طالبان  ددغه هیواد حکومت ناروا اوغیر اسلامی ګڼي  او د خپلو درستو بندیانو  دخوشي کیدا په شرط سره  حاضر شوي څو  د افغانستان د ټولنې دیوې برخې په توګه  ددغه هیواد د سیاسی ګوندونو اوډلو ټپلو ترڅنګ  له افغان حکومت سره  خبرې اترې وکړي .