کابل کښې د پاکستان د سفارت مخې ته مظاهرې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91586-کابل_کښې_د_پاکستان_د_سفارت_مخې_ته_مظاهرې_وشوې
د افغانستان یوشمیر خلک په کنړ ولایت باندې د پاکستان له خاورې په راکټي حملو باندې په اعتراض کښې د دغه هیواد د سفارتخانې مخې ته راغونډ شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2020 03:05 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د افغانستان یوشمیر خلک په کنړ ولایت باندې د پاکستان له خاورې په راکټي حملو باندې په اعتراض کښې د دغه هیواد د سفارتخانې مخې ته راغونډ شول.

معترضانو د پاکستان د سفارت په ودانۍ باندې د رنګ په شیندلو سره دغه حملې چې له امله یې څلور افغانان مړه او کابو لس تنه نور زخمي شوې دي، وغندلې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم خبرداری ورکړ چې د دې بهیر دوام به د دواړو هیوادونو پر اړیکو منفي اغیزه وکړي،

پاکستان او افغانستان د ډیورنډ د فرضي کرښې او د سرحدي تاسیساتو د جوړولو په شمول د یولړ مسائلو په سر په خپلو کښې اختلاف لري او یو بل له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي.