د طالبانو ډ لې د مرکچي ټيم ترکیب بدل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91590-د_طالبانو_ډ_لې_د_مرکچي_ټيم_ترکیب_بدل_شوی_دی
دغه بدلون ددې ښودنه کوي ، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ دتش په نامه سولې وروستۍ موافقه چې ډونالډټرمپ ورځيني د سیاسی استفادې نیّت درلود ، له ماتې سره مخ شوې او نوره هیڅ باؤر نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2020 06:14 Asia/Kabul
  • د طالبانو ډ لې د مرکچي ټيم ترکیب بدل شوی دی

دغه بدلون ددې ښودنه کوي ، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ دتش په نامه سولې وروستۍ موافقه چې ډونالډټرمپ ورځيني د سیاسی استفادې نیّت درلود ، له ماتې سره مخ شوې او نوره هیڅ باؤر نه لري.

زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس راپور ورکړی،ځينو خبري سرچینو د طالبانو ډلې له خوا د کویټه په شورا کې اوهمداراز په قطرکې ددغې ډلې د مرکچي ټيم په مدیریّت کې د ځينوبدلونونو خبرورکړی دی.

 راپور ښئ ،طالبانو ډلې ددغې ډلې د پخواني مشرملاعمر دیرش کلن زوی ملایعقوب ددغې ډلې د پوځي مسئول  په توګه ټاکلی او د طالبان د رهبرۍشورا څلورغړي ئېهم د خپل شل کسیزمرکچي ټيم غړي کړي دي .

Image Caption

 

 د دغه  بدلون په اساس،له دغه ټيم څخه د مولوی امیر خان متقي نامه حذف شوې او مولوی عبدالحکیم او مولوي ثاقب هم ددغه مرکچي ټيم غړي شوي دي .

  وئیل کیږي،دغه بدلون ،د طالبانو ډلې پرسیاسی او پوځي برخو د ملاهیبت ا... اخوندزاده دلازیات کنټرول په خاطر  شوی دی .

 دغه بدلون  ددې ښودنه کوي ، چې  په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ  دتش په نامه  سولې وروستۍ موافقه چې ډونالډټرمپ  ورځيني د سیاسی استفادې نیّت درلود ، له ماتې سره مخ شوې او نوره هیڅ باؤر نه لري.

 د افغانستان ولسمشر  اشرف غني  دتیرې پنجشنبې په ورځې په غزني کې پخپلو څرګندونو کې ټينګار کړی ، تر څو چې  د طالبانو په وسیله د حکومتي بندیانو  برخلیک معلوم نشي ، دسولې خبرې اترې په هیڅ نتیجه ورنکړي .