له چابهاربندره دافغانستان لومړنۍ ټرانزیټي جوپه چین ته ولیږل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91594-له_چابهاربندره_دافغانستان_لومړنۍ_ټرانزیټي_جوپه_چین_ته_ولیږل_شوه
په تیرو وختونو کې د افغانستان شیان دپاکستان د کراچۍ له لارې نورو هیوادونو ته لیږدول کیدل ، چې د چابهار بندر په وسیله د ښو او خوښو خدماتو د وړاندې کولو او د مناسبو پيلیټ فارمونو شتون ته په پام سره ، د افغانستان تاجرانو او د شیانو خاوندانو مقصد په لور د خپلو جوپو د منتقلولو لپاره له دغه سټراټژيک بندره استفادې سره ګروهنه زیاته شوې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 19, 2020 07:12 Asia/Kabul
  • له چابهاربندره دافغانستان لومړنۍ ټرانزیټي جوپه چین ته ولیږل شوه

په تیرو وختونو کې د افغانستان شیان دپاکستان د کراچۍ له لارې نورو هیوادونو ته لیږدول کیدل ، چې د چابهار بندر په وسیله د ښو او خوښو خدماتو د وړاندې کولو او د مناسبو پيلیټ فارمونو شتون ته په پام سره ، د افغانستان تاجرانو او د شیانو خاوندانو مقصد په لور د خپلو جوپو د منتقلولو لپاره له دغه سټراټژيک بندره استفادې سره ګروهنه زیاته شوې ده .

ایرناخبری آژانس راپور و رکړ ،  د ایران دسیستان وبلوچستان ولایت د سمندري چارو اوبندرونو د ادارې عمومی مدیر بهروز آقائي  نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،د  افغانستان  په  وچو میوو مشتمله لومړنۍ ټرانزیټي جوپه  د ا یران په جنوب ختیځ کې د چابهار د شهید بهشتي بندر څخه د چین  تیانجین بندر ته  ولیږدول شوه .

 بهروز آقایی  زیاته کړې ،دغه جوپه  دچابهار بندر له لارې دهندوستان منډرا بندر ته استول شوي چې  په دغه بندر کې له خالی کولو ورسته  بیا  په بلې کشتۍ کې  د چین په لور لیږدول کیږي .

  هغه روښانه کړې ده ، په تیرو وختونو کې د افغانستان شیان  دپاکستان د کراچۍ له لارې  نورو هیوادونو ته لیږدول کیدل ، چې  د چابهار بندر  په وسیله د ښو او خوښو خدماتو د وړاندې کولو او د مناسبو پيلیټ فارمونو  شتون ته په پام سره ، د افغانستان  تاجرانو او د شیانو خاوندانو  مقصد په لور د خپلو جوپو د منتقلولو  لپاره له دغه سټراټژيک بندره  استفادې سره ګروهنه زیاته شوې ده .

 د ایران دسیستان او بلوچستان ولایت د بندرونو عمومي مدیر  دډې خبرې په کولو سره چې  د چابهار شهید بهشتي بندر دکنټينرو په وسیله دټرانسپورت دمنظمو  سروسونو  په رامینځةکولو سره  د د آسیا د جنوب ، جنوب ختیځ  او جنوبی  هیوادونو سره د  افغانستان او مینځنۍ آسیا  د هیوادونو ترمینځ دتجارت  د آسانولو لپاره  لوړ ګامونه پورته کړي دي ټينګار کړی ،ددغه کریډور د پرانیستلو لپاره  د چابهار شهید بهشتي بندر  په نوي اقدام سره ،د ټرانزیټ دلګښتونو په اوڅاره کمیدا سربیره،دمقصد په ور له زیاټې چټکیتا سره دشیانو لیږدول دي