د طالبانو هرګام د افغانانو او نړیوالو له خوا څارل کېږي
ښاغلي صدیقي ټینګار کړی، طالبان باید د سولې فرصت له لاسه ورنه کړي او د دغې ډلې له خوا باید د مذاکراتو لپاره شرایط مطرح نشي.
زمونږ خبریال د افغانستان خبري سرچینو له قوله راپور راکړد افغانستان د ولسمشرویندوي صدیق صدیقي پرون په کابل کې په خبري کنفرانس کې وئیلي دي ، طالبانو تراوسه پورې له تاوتریخوالي لاس نه دی اخیستی او دغې ډلې له امریکا سره سیاسي ژمنه ماته کړې ده .
صدیق صدیقي خبرداری ورکړی، د سولې په بهیر کې د بندیانو د خوشې کولو بحثونه د حکومت د کمزورۍ په معنی نه دي او طالبان دې ځانونه ګټونکي ونه بولي،د دغې ډلې هرډول کړنه او ګام د نړیوالې ټولنې تر نظر لاندې دی، دغه ډله پخپلو کړنو سره داښئ چې له امریکا سره په خپلو کړو ژمنو کې ناکامه شوې.
هغه وئیلي دي ،مونږ طالب بندیان خوشي کړل ، څو دغه ډله له جګړې لاس واخلي، خو یدوي تاؤتریخوالؤو ته دوام ورکړی، د سولې په پروسه کې یې ژمنې کمې دي، داښئ چې طالبان د سولې اوثبات په اړه خپلو ژمنو ته پابنده نه دي او دبین الافغاني خبرو ته هیڅ اهمیّت نه ورکوي .
ښاغلي صدیقي ټینګار کړی، طالبان باید د سولې فرصت له لاسه ورنه کړي او د دغې ډلې له خوا باید د مذاکراتو لپاره شرایط مطرح نشي.
داپه داسې حال کې دي چې طالبان هم امریکا د قطر د تش په نامې سولې موافقې ته په نه ژمنتیا تورنوي او وائي دوي ورسره کړي ژمنې نه دي پوره کړي او د افغانستان د ترینګلتیاؤ په ختمولو کې صادق نه دي .