عبدالله عبدالله په انساني غمیزې اندیښنه وښودله
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله وویل د جنګ د مرګ ژوبلو زیات شمیر په دغه هیواد کښې د بشري او د انساني ناورین ښودنه کوي .
هغه پرون په دې خبرې ټینګار سره چې له بده مرغه ملکي وګړي په افغانستان کښې د جنګ او د تاوتریخوالي د زیاتیدا اصلي قربانیان دي د جنګ په ښکیلو لورو غږ وکړ د خلکو د ژوند احترام وکړي د وینې تویدا او د وژلې مخنیوی وکړي .
عبدالله عبدالله وویل ښکیل لوري باید پوه شي چې د تاوتریخوالي او د وژلې زیاتیدل به د سولې د خبرو اترو په میز باندې د دوې له موقعیت سره هیڅ مرسته ونکړي .
د عبدالله عبدالله دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د افغانستان خلکو ، چارواکو ، مذهبي او سیاسي شخصیتونو او دغه راز د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول ګاونډیو هیوادونو د جنګ او د خلکو د وژلې په دوام او زیاتیدا او د طالبانو او د افغانانو ترمینځ د سولې د خبرو اترو په ځنډیدا اندیښنه څرګنده کړي ده .