امریکا په افغانستان کې په سولې پسې نه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91948-امریکا_په_افغانستان_کې_په_سولې_پسې_نه_ده
د افغانستان د پوهنتون دغه استاد او دسیاسی چارو کارپوه زیاته کړې ، امریکاد داسې نوو ډلوټپلو په جوړولو پسې ده څو په افغانستان کې د نښتو او تاؤتریخوالو د دوام لپاره دطالبانو رول په غاړه واخستل شي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 02, 2020 08:24 Asia/Kabul
  • امریکا په افغانستان کې په سولې پسې نه ده

د افغانستان د پوهنتون دغه استاد او دسیاسی چارو کارپوه زیاته کړې ، امریکاد داسې نوو ډلوټپلو په جوړولو پسې ده څو په افغانستان کې د نښتو او تاؤتریخوالو د دوام لپاره دطالبانو رول په غاړه واخستل شي .

د افغانستان د چارو یو کارپوه او تکړه شناندي محمد عارفي  ایرنا  خبری اژانس سره په خصوصي خبرو کې  په افغانستان کې داوږدمهاله شتون د دوام لپاره د امریکا هلوځلو ته په اشارې سره  وئيلی دي ، واشنګټن ددې لپاره چې  په افغانستان کې دایمي  سوله اوثبات واکمن نشي ، په دوامدار ډول په  دسیسو جوړولو بوخت دی .

 د افغانستان د پوهنتون دغه استاد او دسیاسی چارو کارپوه زیاته کړې،امریکاد  داسې نوو  ډلوټپلو په جوړولو پسې ده څو په افغانستان کې د نښتو او تاؤتریخوالو د دوام لپاره  دطالبانو رول  په غاړه واخستل شي .

 په عین حال کې،د افغانستان د پخواني ولسمشر د دفتر د وخت مشر عبدالکریم خرم هم په همداورووستیو کې له افغانستانه د امریاکئی پوځيانو د  ویستلو  لپاره د امریکا پلان دروغ بللی او وئيلي ئې دي ، واشنګټن د وسلوالو ډلو ټپلو  دجوړولو له لارې  په افغانستان کې خپل  شتون ته دوام ورکوي .

د افغانستان زیاتره سیاستوالان اوولس په کرتو په افغانستان کې بهرني عسکر د اړۍ ګړۍ د زیاتولو او د تاؤتریخوالي د زیاتولو عامل بللي او له خپل هیواده ئې  د امریکا په مشرۍ د بهرنیو عسکرو د  وتلو غوښتنې کړي دي .