افغان پوځ په سپین بولدک کې پوځي مانورې ترسره کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92266-افغان_پوځ_په_سپین_بولدک_کې_پوځي_مانورې_ترسره_کړي
داپه داسې حال کې دي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان امنیتي او سرحدي ځواک په کندهار او کنړ ولایتوونو په پولو کې دپاکستان له پوځ سره ښکر په ښکر شوي دي چې یو شمیر مرګ ژوبلې ئې هم اړولي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 17, 2020 00:22 Asia/Kabul
  • افغان پوځ په سپین بولدک کې پوځي مانورې ترسره کړي

داپه داسې حال کې دي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان امنیتي او سرحدي ځواک په کندهار او کنړ ولایتوونو په پولو کې دپاکستان له پوځ سره ښکر په ښکر شوي دي چې یو شمیر مرګ ژوبلې ئې هم اړولي دي .

زمونږخبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ  د افغانستان د پوځ یو شمیر یونټونو  په دغې مانورې کې  چې پرون  د پاکستان له پولې سره نزدې د کندهار ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې ترسره شوي ،د دغه هیواد  دپوځ د لوي درستیز جنرال یاسین ضیاء په شتون سره مځکني او هوائي ځواک  خپلې وړتیاوې  او توانمنۍ نندارې ته وړاندې کړي دي .

 ددغه راپور په اساس ،  د افغانستان دغو یونټونو د جمعې په ورځې هم  له ډیورینډ کرښې سره نزدې د ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې  ورته مانورې ترسره کړې  دي .

د افغانستان د پوځ لوي درستیز جنرال یاسین ضیاء  ددغې مانورې د لیدو ترڅنګ وئيلي دي ، له دغه شان مانورو د ترسره کولو موخه،په اوسنیو حساسو شرائطو کې  خلکو او د سیمې ځینو هیوادونو ته د  پوځي ځواک دتوانمنیو ښودل دي .

 داپه داسې حال کې دي چې  په وروستیو میاشتو کې  د افغانستان امنیتي او سرحدي ځواک په کندهار او کنړ ولایتوونو  په پولو کې  دپاکستان له پوځ سره ښکر  په ښکر شوي دي  چې یو شمیر مرګ ژوبلې ئې  هم اړولي دي .

Image Caption
Image Caption