افغانستان ته به د ایران صادرات ډېر شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92356-افغانستان_ته_به_د_ایران_صادرات_ډېر_شي
د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې ویلي، چې ایران به له افغانستان سره له نفتي توکو نه علاوه د ۳ میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګري ولري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 20, 2020 01:37 Asia/Kabul
  • افغانستان ته به د ایران صادرات ډېر شي

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې ویلي، چې ایران به له افغانستان سره له نفتي توکو نه علاوه د ۳ میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګري ولري.

 د ایران د سوداګرۍ خونې رییس سيد حسین سلیمي وويل، چې افغانستان ته د سوداګرۍ  په برخه کې هیڅ  ستونزه  نشته او اوسمهال له میلک او دوغارون بندرونو څخه افغانستان ته صادرات کوي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي، افغانستان له ایران سره د سوداګرۍ د پراختیا په  برخه کې  نوي اقدامات کړي او تقريباً شل میلیون ډالرو په ارزرښت ایران  ته صادرات لري او د دواړه هېوادونو د سوداګرۍ  وزارت مسوولین د اقتصادي اړیکو په پراختیا کار کوي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې عامل پلاوي مشرسید زمان هاشیمي وایي؛ له ایران سره مو ورځ تر بلي سوداګرۍ مخ په پراختیا ده. زمونږ سوداګري او ټرانزیت د تېر کال په پرتله اوس ښه شوي دي او يو سبب  يي هم دا دے، چې پاکستان له افغان سوداګرو سره سم چلند نکوي؛ نو ځکه افغانان اوس له ایران سره د سوداګرۍ د پراختیا په حال کښې دي. هغه زیاته کړه، چې د راتلونکي کال تر مارچ میاشتې به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري ۳ بیلین ډالرو ته اورسي.  د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند جواد دبیر وايي، چې د رسمي  معلوماتو مطابق له ایران سره د افغانستان کلنۍ راکړه ورکړه یو نیم میلیارډ ډالرو ته رسیږي. د اقتصادي  چارو کارپوهانو ويلي، که د ایران او سیمې له هېوادونو سره مو سوداګریزې اړیکي باید په متوازن ډول لوړې شي. د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري ویلي: مونږه منو، چې تر یو حده مو له ګاونډ هېوادونو سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکي پراخې شوي؛ خو حکومت باید د سوداګریز بلانس لپاره پاملرنه ډېره کړي، چې صادرات مو هم اړوندو هېوادونو ته ورسیږي.