طالبان دې د سولې غوښتې ته غاړه کیږدي
با عزته او تلپاتې سوله راتلونکې ده، ځکه په خپلوهلوځلو او غښتلې اراده مو د افغانستان سوله په ملي، سیمهییز او نړیوال بحث بدله کړې ده او دعزتمنې سولې لپاره مو ټول شرایط برابر کړي دي، مونږ د سولې په برخه کې خپله اراده او ژمنتیا وې مو د خبرو تر حده نه ، بلکې په عملي هڅو او اقداماتو سره نندارې ته وړاندې کړي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون د افغانستان د یوسل یو کلنې خپلواکۍ په مناسبت افغان ولس ته پخپل ویډیوئي پیغام کې وئيلی دي ،دوي د سولې بهیر په وړاندې درستې ستونزې او خنډونه لیرې کړي دي او باید نوره په افغانستان کې وینه بهول ودرول شي .
هغه په دغه پیغام کې وئيلی دي ،با عزته او تلپاتې سوله راتلونکې ده، ځکه په خپلوهلوځلو او غښتلې اراده مو د افغانستان سوله په ملي، سیمهییز او نړیوال بحث بدله کړې ده او دعزتمنې سولې لپاره مو ټول شرایط برابر کړي دي، مونږ د سولې په برخه کې خپله اراده او ژمنتیا وې مو د خبرو تر حده نه ، بلکې په عملي هڅو او اقداماتو سره نندارې ته وړاندې کړي دي .
داپه داسې حال کې دي ، چې افغان حکومت د طالبانو له نورو پاتې څلورو سوو بندیانو څخه اتیا خوشي کړي او وئیلی ئې دي ، تر هغه به پاتې نور طالب بندیان خوشي نه کړي ، تر څو چې طالبان د افغان امنیتي ځواک بندی ځانګړي عسکر او او پیلوټان خوشې نهکړي.