په ايران کښې افغان کډوال منظمولې شي
افغان حکومت په ايران کښې افغان کډوال منظموي.
د افغانستان خارجه وزارت پرون وويل، د دغې وزارتخانې او د دغه هېواد د مهاجرينو د چارو د وزارت ترمېنځ د لاسليک شوي تفاهم ليک له مخې په ايران کښې افغان کډوال منظمولې شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت د اقتصادي ملګرتياو مرستيال ميرويس ناب وويل، په ايران کښې مېشته افغان کډوالو ته د الېکټرانيکي پاسپورټونو او تذکرو ورکولو د بشپړه پروګرام اجرائي عمليات له پرون شورو له ورځې شروع شوي دي.
ميرويس ناب وويل: د دغه پروګرام په شروع کېدو سره په ايران کښې مېشته افغانان به په پراخه توګه خپل تشخصي معتبر اسناد ولري.
همدا اوس د قانوني او غېرقانوني په شمول تقريباً درې ميلين افغان کډوال په ايران کښې ژوند کوي او دغه ټول کسان بې له څه تبعيضه د ايران د اسلامي جمهوريت د زدکړو، علاج معالجې او روغتيائي ويړيا خدماتو څخه استفاده کوي.