د افغانستان د صلحې د خبرو اترو خنډونه
قطر ته له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د افغان حکومت د مذاکراتي ټيم سفر ځنډول شوے دے.
که څه هم دوحې ته د دغه ټيم د سفر د ځنډېدو د علت په اړه څه رپوټ نه دے خپور شوے خو د افغان رسنيو د ليکنو له مخې د افغانستان د ملي مصالحت د علي شورا مرستيال ويلي دي چې دغه سفر تر راتلونکو نزديو وختونو پورې ځنډول شوے دے.
په اوس حال کښې دا پوښتنه مطرح ده چې په بنيادي توګه د افغانستان د صلحې د خبرو اترو د شروع کېدو مهم خنډونه کوم کوم دي؟ او آيا په راتلونکو نزديو وختونو کښې به په قطر کښې دغه خبرې اترې شروع شي؟ د ځينو خبري سرچينو د وېنا له مخې بين الافغاني خبرې اترې به په راتلونکې هفته کښې په قطر کښې شروع شي او ټاکل شوې ده د افغانستان د مصالحت د عالي شورا مشر عبدا... عبدا... به هم د قطر د حکومت په بلنه په راتلونکو ورځو کښې دوحې ته لاړ شي، خو هغه څه چې څرګند دي دا دی چې د افغانستان د صلحې خبرې اترې په اوس حال کښې له دريو مهمو مشکلاتو سره مخامخ دي:
وړومبنے مشکل د افغان حکومت دننه د کورنيو اختلافي نظرونو ته ګرځي. که څه افغان حکومت او سياسي ډلې د صلحې د خبرو اترو په اړه يوه خوله دي، خو اشرف غني او عبدا... عبدا... قطر ته د ليږونکي ټيم د غوره کولو په باره کښې د نظر اختلاف لري. په نورو الفاظو سره عبدا... باوري دے چې له محمد اشرف غنيسره د سياسي موافقې له مخې د مصالحت د عالي شورا د غړيو ټاکل د دغې شورا د مشر په صلاحيت کښې دي.
د اکثرو کارپېژاندو له نظره که څه هم په افغانستان کښې د کابينې ترکيب پوره کورنۍ مسئله ګڼل کيږي خو د صلحې مسئله چې له طالب ډلې سره د خبرو اترو لپاره د يو مضبوط او ملي ټيم تشکيل ته ضرورت لري کورني يوالي او ملي وحدت ته اړتيا لري چې د خپلې خوښې د غړيو په معرفي کولو کښې د غني اقدام د افغان سياسي، قومي او مذهبي شخصيتونو ترمېنځ د ډلبندۍ د زياتوالي سبب شو چې طالبان ځان د دغه حالت بريالي بولي.
خو د صلحې په خبرو اترو کښې د طالبانو بشپړتيا غوښتونکې پاليسي د افغانستان د صلحې د خبرو اترو دويم مشکل ګڼل کيږي. د زياترو کارپېژاندو له نظره په داسې حال کښې ځانونه د قطر د تش په نامه صلحې خبرو اترو ته چمتو کوي چې هم هغه شان په خپله مذهبي او سياسي آئيډيالوجۍ او اصولو باندې ټينګار لري. د دغو کارپېژاندو له نظره طالبان په دې موضوع کښې په حقيقت کښې په خبرو اترو له زيات نه زياتو امتيازاتو غوښتونکي دي.
البته د طالب ډلې دغه زياته غوښتنه په داسې حال کښې ده چې د افغانستان د مذاکراتي ټيم مشر تاکيد کړے چې اساسي قانون د خبرو اترو سره کرښه ده او لوئې جرګې د مذاکراتي ټيم د صلاحيتونو پولې ټاکلې دي، خو افغانستان د صلحې د خبرو اترو دريم مشلک د ټرمپ اوزاري نظر ته ګرځي.
هغه څه چې څرګند دي دا دي چې امريکه د افغانستان د صلحې د خبرو اترو په وړاندې دوه رنګه پاليسي لري. له يوې خوا د امريکې رسنو د افغانستان د صلحې د بهير د خرابولو لپاره د خپلو هلوځلو نوے پړاو شروع کړے دے خو په مقابل کښې ټرمپ د امريکې په انتخاباتو کښې د افغانستان د صلحې له موضوع څخه د استفادې په فکر کښې دے.
په مجموعي توګه دا ويلې شوو چې افغان حکومت او طالب ډله که څه هم د جنګ جګړو د ختمولو لپاره موافقې ته اورسېدل، خو دغه خبرې اترې د يو لړ وجوهاتو په بنا نه دي شروع شوې. داسې ښکاري چې د افغانستان د صلحې د خبرو اترو د ځنډېدو يو ترټولو اصلي وجه د ټرمپ د حکومت دوه رنګ چلند ته ګرځي.
د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خلقو پراخو احتجاجونو او په سروې ګانو کښې خپل متزلزل حالت ته په پام سره د روان ميلادي کال په نومبر کښې د امريکې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې يو لړ مشکلات په مخکښې لري نو په همدې وجه کوشش کوي چې حتی د لنډې مودې لپاره د افغانستان د صلحې له موضوع څخه په استفادې سره په دغو انتخاباتو کښې د کاميابۍ لپاره خپل چانس زيات کړي.
د افغانستان د صلحې خبرو اترو ته د ټرمپ اوزاري نظر په داسې حالاتو کښې دے چې د افغانستان د خلقو او پوهانو له نظره د صلحې خبرې اترې په يو صورت کښې کاميابېدې شي چې ټول سياسي ګوندونه او ډلې د اقتدار يوې برخې ته د رسېدو لپاره د افغانستان د اساسي قانون په شمول د دغه هېواد قانوني اړخونه قبول کړي او د هغو په بنياد عمل کړي. ځکه چې د افغانستان تاريخ د هغو کسانو د ماتې خوړلو بشپړه هنداره ده چې له ولسي ملاتړ نه بغېر او د پرديو په ملاتړ سره د افغانستان موقته اقتدار په مسند کښېناستېدل، هغه هم په داسې افغانستان کښې چې په سياسي ادبياتو کښې د امپراطوريو د قبرستان مشهور شوے دے.
-----------------